په ځوانۍ کې د عبادت فضيلت

څه رنګ چې مخکې وويل شول چې په ځوانۍ کې عبادت کول او ځواني په عبادت کې تيرول د پيغمبرانو عادت وو، او په ځوانۍ کې د عبادت ثواب او اجر ډير زيات دی، تر دې چې په ځوانۍ کې عبادت کوونکي به د قيامت په ورځ د الله تعالی د عرش د سيورې لاندې ناست وي.

(( عن أبي هريرة (رضي الله عنه) عن النبي (صلي الله عليه وسلم) قال: “سبعة يظلهم الله في ظله يوم لا ظل إلا ظله: إمام عادل، وشاب نشأ في عبادة الله، ورجل ذكر الله في خلاء ففاضت عيناه، ورجل قلبه معلق في المسجد، ورجلان تحابا في الله، ورجل دعته امرأة ذات منصب وجمال إلى نفسها، فقال: إني أخاف الله، ورجل تصدق بصدقة فأخفاها حتى لا تعلم شماله ما صنعت يمينه”)). ((صحيح البخاري،كتاب الحدود، باب فضل من ترك الفواحش))

ابوهريرة (رضي الله عنه) د رسول الله (صلي الله عليه وسلم) څخه روايت کوي چې «د قيامت په ورځ به اوه قسمه خلک د الله د خاص سيورې د لاندې وي چې (په دغه ورځ به) د الله تعالی د سيورې پرته بلل سيورې نه وي: ۱- انصاف کوونکې مشر، ۲- د الله په عبادت کې لوي شوی ځوان، ۳- هغه سړی چې په ځواني کې الله ياد کړي او د سترګو څخه يې اوښکې روانې شي، ۴- د جومات سره مينه کوونکې سړی، ۵- هغه دوه کسه چې په خپل مينځ کې د الله لپاره مينه کوي،

۶- هغه کس چې د يوی لوی خاندان خائسته ښځه ور څخه د بد کارۍ غوښتنه وکړي او دی ورته ووايي چې زه د الله څخه ويريـږم، ۷- او بل هغه څوک چې صدقه دومره پټه ورکړي چې په ښې لاس باندې د ورکړل شوی شي څخه چپ لاس هم خبر نه شي».

هغه حال لږ را په زړه کړۍ کله چې به ټول انسانان لغړ د الله تعالی د فيصلى په انتظار وي، او الله تعالی به د خپل شان موافق په عرش باندې وي، هيچا ته به د خپل ځاى څخه د حرکت اجازه نه وي، ټول به د حساب کتاب په انتظارکې وي، د ګرمو سکروټو په شان په ګرمه زمکه به ولاړ وي، نه به ابادي وي نه ونه، نه چترۍ نه بل سيورې، هم په دې حالت کې به ځېنې نيک بخته د الله تعالی د عرش تر سيورې لاندې په ډير ښه حال کې ناست وي، نه به ګرمي وي نه به لمر، بلکه پټ او ښکاره دواړه په اطمينان کې وي، دا خلک به څومره خوشحاله وي، په دې خلکو کې به هغه ځوان هم وي چا چې د خپل نفس غوښتنې د پښو لاندې کړي وي او خپله ځواني يې د خپل رب په عبادت کې تيره کړي وي، خپل عمر او ځواني يې د خپلو نفسي غوښتنو په منلو کې نه وي برباد کړي، بلکه د الله په خوشحالولو کې يې لګولي وي.

امام ابن حجر (رحمه الله) وايي: «ځوان يې ځکه په ځانکړي ډول ذکر کړ چې په ځوانۍ کې د شهوت غلبه زياته وي، د نفسي غوښتنو قوت زورو وي، چې له امله يې عبادت ګران وي، نو په ځوانۍ کې عبادت کول د دې نښه ده چې د دې انسان تقوی په خواهشاتو برلاسې ده» ((فتح الباري، حافظ ابن حجر العسقلاني، 2/170))

ايا نن په سينماګانو، فلم خانو، کلبونو، د بې حيايئ په مرکزونو، شراب خانو او عشقي مرکزونو کې د ايرکنديشند په يخې هوا کې غافله ځوان، يا په کوم چمن، باغ، تفريح ځاي کې د ونې د سيورې لاندې د خپلې معشوقي په څنګ کې ناست بې پروا ځوان د قيامت د ورځې د سختې ګرمۍ په هکله فکر نه کوي؟

ايا د دې غفلت څخه د بيدارۍ وخت نه دی رارسيدلې؟، ايا په هغه پنځوس زره کاله اوږده ورځ کې د خپل ځان لپاره د سيورې د پيدا کولو په خاطر د الله عبادت د خپل عادت جوړولو وخت نه دی راغلې؟.

ځوانانو! د قيامت نه ختميدونکې ژوند د دنيا د مينځه تلونکې ژوند په بدله کې مه ضايع کوۍ، نن دا لږ ژوند د الله تعالی د حکمونو موافق تير کړۍ، تر څو چې سبا مو په نه ختميدونکي ژوند کې نعمتونه او راحتونه په برخه شي.
د (اسلام او ځوانان) له کتاب څخه

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب