کلاسیک (تلپاتې) ادبیات

کلاسیک ډېرې ماناګانې لري. کله د پخواني، زوړ او لرغونې په معنا راځي، لکه په اجناسو کې هغه ته کلاسیک وایي، چې پخوانی وي او د کرونولوژي په نظر کې نیولو سره یې تاریخي مخینه پخوانۍ وي.

په ادبي څېړنو کې هم کلاسیک د پخواني په معنا راتلای شي او داسې ویلای شو چې د پښتو ژبې له ټولو پخوانی کلاسیک شاعر امیر کروړ دی. یا د کلاسیکې دورې شاعران چې کېدای شي د پورته معنا په نظر کې نیولو سره  تعبیر ترې د لرغونې دورې شاعران وي.

د کلاسیک دویمه معنا، هغه ادبيات چې زړښت نه لري، په هر وخت او هرځاى کې ستايل کېږي. د پورته معنا په نظر کې نیولو سره کلاسیک د لاتینې ژبې له کلاسیکوس څخه اخیستل شوې چې په لغت کې د لومړۍ درجې، د لومړۍ يا لوړې طبقې په معنا راځي. په «اصطلاح» کې د کلاسيک کلمه د منل شوي، قبول شوي او هغو اثارو ته ويل کېږي، چې په ټولو تاريخي دورو کې د خپلو لوړو اوصافو او ممتازو وجوهاتو له کبله د هرچا له خوا قبول او د ستاينې وړ ګرځېدلې وي.

د روهي ادب تاریخ؟

د پښتو ادبياتو درې ادبي دورې دي، چې عبارت دي له: لرغونې(لومړۍ) دوره (١٣٩-٩۵٠هـ) دویمه دوره(٩۵٠-۱۲۵۰هـ) او درېیمه دوره (۱۲۵٠- تر اوسه پورې) په دې درېيو دورو کې موږ ډېر لیکوال او شاعران درلودل او لرو يې، خو کلاسيک شاعر يوازې په دې شاعرانو کې هغه ته ويلى شو، چې په ټولو تاريخي دورو کې د هغه شاعري د خپلو عالي اوصافو او ممتازو وجوهاتو له امله د هر چا له خوا ستايل شوې وي، يا په دې دورو کې هغه چا ته کلاسيک شاعر ويلى شو، چې شاعري یې د لومړۍ درجې شاعري وي او په هر وخت کې ژوندۍ وي. زموږ په ټولنه کې داسې نظم ليکونکي شته، چې کله نظم وليکي، د څه مودې لپاره یې خلک خوښوي، خو د وخت په تېرېدو د خلکو د ذهنونو له منځه ځي؛ خو داسې شاعران هم لرو چې د هغوى شاعري هر وخت د ټولنې  په اصلاح کې مهم رول اجراء کولاى شي؛ نو بيا دې ته کلاسيک شاعر ويلى شو.

د کلاسیک درېیمه معنا د لرغوني يونان او روم ادبياتو ته وايي، چې په خپله د کلاسيسيزم ادبي مکتب هلته پيدا او هلته يې وده وکړه.

په حقيقت کې د کلاسيک هنر هماغه د لرغوني يونان او روم هنر دى، چې بيا نورو له هغې څخه په پېروي، د نورو ادبي ښوونځيو بنسټ کېښود.  لرغونې يونان او روم د ادبي اصولو او قواعدو په پيروۍ او تقليد کې خپل اثار وليکل، کلاسيسټ تر هر څه د مخه د طبيعت تقليد او پېښې کوي.

د کلاسيک ليکوال په نظر هغه څه چې موږ له طبيعت څخه د هنر لپاره اخلو بايد ښکلې بې زيانه وي. د دې موخې تر لاسه کولو په خاطر بايد لرغونې اثارو ته مراجعه وکړو، له هغو څخه تقليد او پيروي وکړو، چې ښه او مناسب اثار ايجاد کړو، ځکه چې ښه اثار تل ژوندي پاتې کېږي او نور بيا ژر هېرېږي او له منځه ځي، يوازې ښه او ځينې ادبي شهکارونه تل تازه او له نورو پېړيو او نسلونو سره ژوندې پاتې کېږي.

په کلاسيکه شاعري کې د عقل اصالت  يو مهم حقيقت ګڼل کېږي، هرڅه په کې په عقل او منطق بناء وي. تخيل په کې محدود، منظم او مرتب وي.

کلاسيک  ليکوال هغه څه وايي او تقليد يې کوي چې د عقل سره سم  وي.

(بوالو) وايي: که غواړئ چې اثر مو ارزښت ولري؛ نو له عقل سره مينه ولرئ. د اثر د ښکلا او ارزښت په خاطر له عقل څخه کار واخلئ، بيا په کلاسيزم کې هېڅ کله احساسات، تخيل او هيجان پر عقل او منطق غلبه نه کوي. عقل او استدلال تل خيالات او احساساتو ته لارښونه کوي.  د دې مکتب پيروان ځکه عقل ته ارزښت ورکوي، چې انسان ته يې پر نورو حيواناتو لوړتيا او امتياز ورکړى دى.

په لنډه توګه ويلى شو، کلاسيک هنري ادبي اثر به په يو ټاکلي ځاى، ټاکلي وخت او يو ټاکلي موضوع باندې د کلاسيزم د ادبي مکتب له پرنسيپونو څخه پيروي کوله.

د لرغوني یونان او روم ادبیات د کلاسیسیزم په نوم یادیږي او هدف ترې کلاسیک ادبیات دي او د کلاسیک څخه د دوی مفهوم د هغو ادبیاتو دي چې تل پاتې وي. پښتو درېیو ادبي دورو کې هغه شاعران په دې کټګوریو کې راځي چې وینا یې تلپاتې وې. تاریخي کرونولوژي، عمر، دوره او داسې نور عوامل په کلاسیکو ادبیاتو خپل تاثیر نه شي اچولای، یوازې هنریت، شعریت او تلپاتې توب یې مهم دي.

په ځینو ادب تاریخونو کې ټوله دویمه دوره (۹۵۰ ـ ۱۲۵۰) کال پورې د روښان، خوشحال، رحمان بابا او حمید مومند ادبي مکتبونه د کلاسیکې دورې په نوم یاد شوي دي. که چېرې کلاسیک په ټولو پورتنیو ماناوو واخلو نو دویمې دورې ته د کلاسیک ویل د تامل وړ خبره ده. ځینو نورو اثارو کې راغلي چې دویمه دوره دوه پړاوونه لري، لومړی پړاو د روښان او اخوند درویزه تصوفي او سیاسي پړاو او دویم پړاو د(خوشحال، رحمان او حمید مومند) ادبي مکتبونه ښودل شوي دي. که چېرې دې پړاو ته د دې لپاره کلاسیک ویل شوې وي چې د دې پړاو شعرونه تلپاتې او د ټولو له خوا منل شوي دي نو دا هم د تامل وړ خبره ده ځکه چې د خوشحال خان سواتنامه، طب نامه، اخلاق نامه او داسې نورو اثارو کې خپل مطلب نیغ په نیغه ادا کړی دی او د هنریت او شعریت مالږه پکې نه ښکاري، نو له همدې امله دې ته هم کلاسیک ویل ځینې ستونزې پیدا کوي.

په ځینو ځایونو کې وینم چې ځینې دوستان داسې موضوعات د (مونوګراف، تیزس، کتاب او رسالې) لیکلو لپاره غوره کوي، لکه:

د کلاسیکې دورې منظوم داستانونه: د دې څخه هدف د خوشحال، رحمان بابا او حمید مومند د ادبي مکتبونو منظوم داستانونه دي، که چېرې کلاسیک په پورته ماناوو راشي، نو د موضوع په عنوان کې ځینې ستونزې لیدل کېږي.

د کلاسیکې دورې کلاسیک شاعران: په دې نامه مې هم موضوع لیدلې ده، چې یوازې د دویمې دورې پیاوړي شاعران تر دې سرلیک لاندې تر بحث لاندې نیول شوي دي، که چېرې کلاسیک په هغه مانا واخلو چې تلپاتې ادبیات وي، نو بیا خو په درېیمې دورې کې هم پیاوړي شاعران او لیکوال لرو چې دوی هم کلاسیک دي، لکه ګل پاچا الفت، بېنوا، سلیمان لایق، عبدالهادي ملا او داسې نور.

یوه ورځ مخکې مې په تاند کې یوه مقاله ولوسته چې لیکل شوي وه: ( د کلاسیک شعر او د معاصر شعر پرتلنه) هدف ترې د یوه بهترین ځوان شاعر د شعر یادونه وه او په شعر یې بحث کړی وه، دې هم کلاسیک په پورته ماناوو نه وه اخېستی او له تحلیله یې معلومېده چې دی هم کلاسیک په بله معنا اخلي.

د کوم ځوان شاعر یاودنه چې لیکوال کړې وه، هغه د کلاسیکیت او شعریت په نظر کې نیولو سره کلاسیک شاعر دی، یعنې شاعري یې بهترینه، د خلکو په زړونو کې پاتې او د شعر د آرونو په نظر کې نیولو سره به یې وینا تلپاتې وي.

په پایله کې داسې وایم چې په پښتو ادبیاتو کې که کلاسیک د کلاسیکوس په مفهوم واخلو، نو په لومړۍ، دویمې او درېیمې دورې کې کلاسیک شاعران لرو، خو د لاتینې ژبې د مفهوم په نظر کې نیولو سره یوه خاصه دوره د کلاسیک په مانا نه شو مسما کولای.

په درېیو ادبي دورو کې کلاسیک شاعران لرو چې د بېلګې په ډول د لرغونې دورې د ښکارندوی غوري تحمیدیه قصیدې څو بېتونه راوړم:

د پسـرلې ښکلونکي بيا کړه سينګارونه
بيايې ولونل په غرونو کې لالونه
مځکه شنه لاښونه شنه لمنې شنې سوې
طليسان زمردي واغوسته غرونه
د نيسان مشاطې لاس د مچېدو دى
مرغلرو باندې وښکلل بڼونه
د غټولو جنډى خاندي ورېدي ته
زرغونو بڼو کې ناڅې زلمي جونه

خوشحال خان خټک زیات او کم ۶۰ قصیدې درلودې خو د ښکارندوی غوره قصیده د شعریت او هنریت له پلوه دویمې او درېیمې دورې کې هغه شهکاره قصیده ده چې مثال یې نشته او دې قصیدې ته کلاسیک شعر ویلای شو او ښکارندوی غوري ته کلاسیک شاعر.

په دویمې دورې کې هم داسې شاعران لرو چې ویناوې یې د اوریدونکيو زړونه تسخیروي او کلاسیکه شاعري ورته ویلای شو، لکه:

صورتګر چې ښه صورت په دېوال ساز کا
کل عالم يې په صفت زبان دراز کا
د هغه نقاش په صنع نظر نه کا
چې له څه څاڅکي نه دا نقش و طراز کا
سترګې، وروځې، پوزه نور کېږدي په مخ کې
غاښ و شونډې ژبه خوله سره پرداز کا
يو سر بل سر په سر جوړ کا دوه غوږونه
چې په دواړو اورېدنه د آواز کا

په درېیمې دورې کې هم کلاسیک شاعران لرو چې د نمونې په ډول د ګل پاچا الفت څو بېتونه راوړم:

اندېښنې مې چې په زړه کې لکه لال په جګرخون شي
پس له ډېرو زړه چاودنو د رنګين شعر مضمون شي
زړه ته نور څه پاتې نه دي ټول په شعر اوبه شوي
د شاعر زړګى چې شين شي د ادب ګلان زرغون شي
هنر غواړي زړه چاودنه او د زړه په وينو پايي
د غوټۍ د زړه مضمون  خو د لوستو په زړه چاودن شي
طوفانونه دي پټ شوي د قلم هره قطره کې
د اشعارو بحر ګوره سترګورو ته جيحون شي
شخصيت ورو- ورو لويېږي خلک ډېر وروسته پوهېږي
دا د نن ورځې شاعر به پس له مرګه افلاطون شي

کلاسیک شاعران په درېیو ادبي دورو کې لرو، خو یوه ځانګړې دوره د کلاسیک په نامه مسما کول به ځينې ستونزې ولري.

لیکنه: سیداصغر هاشمي

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب